«دویمه سقاوي»، د سقویزم بربنډول که د توکمیزې کرکې پارول؟
پیشگام
د «دویمه سقاوي» کتاب چې ظاهراً د شورای نظار او جمعیت اسلامي د جنایتونو د بربنډولو په موخه لیکل شوی،منځپانګه یې د پښتون واکمن طبقاتي شوونیزم پر ملاتړ ولاړه ده. دا کتاب سره له دې چې په اویایمې لسیزې کې د رباني ـ مسعود د اسلامي دولت جنایتونه، وژنې او ستمونه انځوروي، له ځان سره د توکمیزې کرکې ککړتیا هم لیږدوي. لیکوال په دقیقه توګه جهاديان؛ جنایتکاران، جاسوسان، مزدوران، قاتلان او لوټماران ګڼي، خو کله چې قلم یې پښتون اړوندو جنایتکارانو او داړهمارانو ته رارسیږي، دریځ یې لړزانه او پیکه کیږي او داسې ځان ناانګاره اچوي چې ګنې د جنایتونو غوښینه برخه غیر پښتنو جنایتکارانو تر سره کړې ده. لیکوال داسې د جمعیتي، شورای نظاري او وحدتي او دوستمي جنایتکارانو په اړه غږیږي چې ګنې ټول جنایتونه همدوې تر سره کړي او ګلبدین، سیاف او طالبانو نه یوازې چې هیڅ ډول جنایت نه دی تر سره کړی، بلکې د پښتنو د «استازو» په توګه مظلوم واقع شوي او ناچاره د خپل حق په پار جنګیدلي دي.
له هغه ځایه چې نه په واکمن شوونیزم او نه هم په تنګنظرانه ناسیونالیزم نشو کولای د ولسونو پیوستون خوندي او د فاشیستو غلیمانو په وړاندې د ولسي مقاومت ریښتینې جبهه پیاوړې کړو، نو وموپتیله چې د دې ساري ناروغیو د افشاء په موخه د «دویمه سقاوي» ځینې مهمې برخې تر ارزونې لاندې ونیسو. د دې خبرې یادونه اړینه ده چې یوازې پښتانه شوونیستان په دې کرکجنه ناروغۍ اخته نه دي، بلکې ډیر شمیر داسې غیر پښتانه فاشیستان او شوونیستان هم شته چې د پښتون د واکمنې طبقې د شوونیزم په پلمه د پښتنو پر ضد کرکه پاروي او آن پر بیرحمانه وژنې یې لیکنیزه نڅا کوي. موږ به په راتلونکې کې دا فاشیزم چې د تنګنظرانه ناسیونالیزم تر سیورې لاندې پټ شوی، هم بربنډ او افشاء کړو.
د کتاب لیکوال چې د حبیب الله کلکانی خادم دین رسول الله واکمني لومړنۍ سقاوي او د رباني ـ مسعود اسلامي دولت دویمه سقاوي ګڼي، لیکي چې «د سقاو زوي په واکمني سره په ټول هیواد کې یوه سراسري انارشي رامنځته شوه، نوې راټوکیدلی تمدن پرشا و تمبول شو، د خلکو عزت، حیا، سر او مال په خطر کې شو، پوهې او کلتور او د پرمختګ دروازې وتړل شوی» او «دا چې ولې دا اثر «دویمه سقاوي» ونومول شو، وجه یې دا ده چې د پیښو د تکرار ورتوالی سره زیات دی».
کتاب د توکمیز تعصب له امله یوازې د سقویزم له دوو بڼو غږیږي، حال دا چې که د افغانستان معاصر تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو نو سقویزم په بیلابیلو ډولونو راڅرګند شوی او لا دوام لري. د «دویمه سقاوي» لیکونکی، د دې په ځای چې سقویزم له ایډیولوژیک او فکري پلوه بربنډ کړي، هغه ته د قوم او ژبې جامه وراغوندي. دا سمه ده چې سقویزم له حبیبالله کلکاني سره پیل شو، خو د تاریخ په اوږدو کې بیلابیلو واکمنو په مختلفو درجو یا د سقویزم ملاتړ کړی او یا هم د سقویزم پلي کیدونکي پاتې شوي دي.
سقویزم څه ته وايي؟ وار دمخه باید یادونه وکړو چې دلته د «سقویزم» د اصطلاح کارونه، له هغه طبقاتي دریځ سرچینه نه اخلي چې واکمنه طبقه یې د حبیبالله کلکاني د سپکاوي او تحقیر په موخه کاروي. همدا طبقاتي سپکوالی دی چې د «دویمه سقاوي» لیکوال هم په طعنه او پیغور حبیبالله کلکانی له بوټ خرڅوونکي سره مزدور، د سماوارچي شاګرد او د خان مزدور ګڼي. لیکوال په دې توګه غواړي ووايي چې قدرت، واک او دولت د شتمنو، پانګه والو او د اربابانو او خانانو کار دی نه د بزګرو او نادارو کارګرو.
له سقویزم څخه موخه هغه جریان او بهیر دی چې د پیل شوي پرمختګ مخه ډب کړي، شاتګپالي دود کړي، تمدن وځپي، ښځځپلی استبداد یې ورځنۍ چاره وي؛ د خلکو فردي، شخصي، ټولنیزه او سیاسي آزادی یرغمل کړي، مذهبي فاشیزم واکمن کړي، د ښکیلاک په مرییتوب او جاسوسي روږدی وي، ویره، ترهه او داړه ماري یې چلند وي او له ناتار او ناورین پرته بله بوختیا ونلري. سقویزم یعنې هغه اسلامي دولت او نظام او واکمنتیا چې د خلکو د هوساینې لپاره نه یوازې دا چې برنامه درلودلی نشي، بلکې د دیني استبداد په وسیله له مدرنیزم او پرمختګ سره دښمني کوي، له میرمنو سره جنوني عداوت لري او یوازینې دنده یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول دي. سقویزم، یوازې په اسلامي دولت او اسلامي نظام کې خپله څیره نه ښکاره کوي، بلکې ګوندونه او آن افراد کولای شي په سقویزم اخته وي. سقویزم په دوو بڼو راڅرګندیږي، یو ښکاره سقویزم چې په ډاګه دیني استبداد او شاتګپالنه غواړي او بل پټ، چې ظاهراً د «دموکراتو» او «متمدن پلوه» افرادو او ګوندونو لخوا یې ننګه کیږي، چې دا بڼه یې له لومړنۍ خطرناکه ده.
لومړنۍ مسئله چې ورباندې ښايي تم شو هغه دا ده چې سقویزم یو ژبې او توکم او قوم پورې محدودول، د شوونیستي اند زیږنده ده. سقویزم ملیتي او قومي نه، بلکې ایډیولوژیک او سیاسي بهیر دی. که حبیب الله کلکانی د سقویزم بنسټ ایښودونکی و نو جهادیان د اسلامي دولت په اډانه کې د خپل قاید ریښتیني پیروان وو. د ګلبدین، سیاف او یونس خالص سقویزم د رباني، مسعود، مزاري او شیخ آصف محسني سقویزم سره کوم توپير نه درلود او نلري. همدا ډول د ملاعمر سقویزم چې لا د ملا هبت الله په بڼه ادامه لري، د حبیب الله کلکاني له سقویزم سره نه یوازې چې فرق نلري، بلکې لا بوین او وږمجن دی. د سقویستانو یو مشترک مخرج له «خادم دین رسولالله» ننګه او له امان الله خان کرکه ده، یعنې د شاتګپالۍ ننګه او ملاتړ او له پرمختګ او تمدن کرکه. څرنګه چې مسعود او رباني او پلویانو یې د «خادم دین رسولالله» ملاتړ کوي او هغه خپل «اتل» ګڼي، همداسې ګلبدین، سیاف، ملاعمر او ملاهبت الله هم د «خادم دین رسولالله» خواخوږي دي او څرنګه چې مسعودیان او جمعیتیان له امان الله خان کرکه لري، همداسې ګلبدینیان او سیافیان او طالبان هم له امان الله خان کرکه لري. پایله دا چې سقویزم ملیت او توکم، ژبه او قوم نه پيژني، هغه فکري لید دی چې دیني فاشیستان ورباندې باور لري او خپل سیاسي حیات او ژوند د همدې کرغیړنې ایدیولوژۍ په بقا کې ویني.
دویمه مسئله چې په دې کتاب کې وینو هغه شوونیستي باور دی چې لیکوال یې توکمیزې کرکې پارونې ته هڅولی او په ښکاره نورو ملیتونو او قومونو ته سپکاوی او توهین کوي. لیکوال د دې تر څنګ چې په ناسم ډول باور لري چې «د سیاسي واک داخلي سرچینې» پښتانه دي، نور ملیتونه او قومونه په نامستقیم ډول ځان پلورونکي، د بهرنیو غلامان، ډارن او غوړه مالان بولي. «دویمه سقاوي» د ګوډاګي ببرک کارمل واکمنتیا ته په اشاره سره لیکي چې «دوی (روسانو) فکر کاوه چې لږکي له سیاسي پلوه بی ثباته وي، ژر استعمالیږي او د خوږو ترخو زور ته ژر غاړه ږدي» خو لیکوال هیروي چې مرییان د هر ملیت او توکم چې وي، هیواد پلورونکي، جاسوسان، نوکران، ډارن او غوړه مالان وي. د افغانستان معاصر تاریخ په روښانه ښيي چې په هر توکم او ملیت کې داسې خاینان وو او دي چې په ډار او جبن او غلامۍ یې وطن په بهرنیو پلورلی او پلوري. که له شاه شجاع او نورو ښکیلاک پلوه پاچاهانو تیر شو، که ببرک کارمل د روسانو خوږو ترخو زور ته ژر غاړه کیښوده، ترهکی، امین او نجیب هم په دې سیالۍ کې شاته پاتې نشول. که رباني او مسعود لومړی د پاکستان نوکران وو او بیا د روسیې، فرانسې، ایران او هند؛ نو ګلبدین، سیاف، یونس خالص، جلال الدین حقانی او نور هم په دې پړي تړل شوي وو او دي. که مزاري د ایران نوکر او ایجنټ و او که دوستم د ازبیکستان او ترکیې، نو ملاعمر او ملاهبت الله هم د پاکستان په نوکرۍ کې لوړ ځای درلود او لري.
لیکوال هڅه کوي دې کرکې پارونې ته د «علم» جامه وګنډي: «ټولنپوهنې علم، عملي ورځني ژوند او کړکیچونو سیاسي، پوځي او اقتصادي شرایطو او د دې تر څنګ بهرنیو لاسوهنو دا په ډاګه کړې چې لږکي او د هغوې د حقوقو مدعیان د سختو بحراني شرایطو او له هغه سره د مبارزې تاب نلري.» خو د «دویمه سقاوي» لیکوال چې په خپله په سقویزم ناروغۍ اخته دی، له یاده باسي چې د افغانستان په تاریخ کې هر کله چې زموږ هیواد تر تیري او یرغل لاندې راغلی، ټولو ملیتونو، توکمونو او قومونو په ګډه د خپل وس او توان په اندازه د ښکیلاک ضد مبارزې ته اوږه ورکړې او که په دې منځ کې هیوادپلورونکي او غلامان پیدا شوي نو له هر قوم او ژبې یې بیلګې درلودلی شو.
د «دویمه سقاوي» لیکوال چې باور لري د افغانستان سیاسي واک د داخلي سرچینو له مخې له پښتنو سره دی او له دې پرته هر څه چې تر سره کیږي هغه ناتار زیږوونکی دی، له دې کبله لیکي: «زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې درې ځله په ناطبیعي ډول او د پردیو په همکارۍ او مرسته د سیاسي واک داخلي سرچینې پرځای د واک د یوې مصنوعي سرچینې د جوړولو هڅه وشوه… دې هر ناتار زموږ ټولنه د پرمختګ له بهیر او نړیوال تمدن څخه په لسګونو او سلګونو کاله شاته کړه او د ګران افغانستان حیثیت او نړیوال حقوقي شخصیت ته یې درون زیان واړو.» په دې کې شک نشته چې «خادم دین رسولالله» د انګریزانو او مرتجع ملایانو په مټ، رباني ـ مسعود او په ټوله کې جهادیان د پاکستان په ملاتړ او ببرک کارمل د روسانو په زور واک ته ورسیدل. خو بل اړخ ته داسې ډیر پښتانه واکمنان هم تیر شوي چې په ناطبیعي ډول او د پردیو په همکارۍ او مرسته قدرت ته رسیدلي دي. که له نورو تیر شو، د «دویمه سقاوي» د لیکلو پر مهال طالبان د اسلامي امارت په بڼه د امریکا، انګلستان، سعودي عربستان او پاکستان د ګډې پروژې په توګه قدرت ته ورسول شول. که د خادم دین رسولالله پاچاهي او د رباني – مسعود اسلامي دولت ناتار وزیږوو نو د طالبانو اسلامي امارت هم داسې ناورین رامنځته کړ چې ټولنه یې د هر ډول پرمختګ او تمدن څخه په سلګونو کلونو شاته وغورځوله. اوس هم ګورو چې دا سقویستان څرنګه له تمدن او پرمختګ کرکه لري او د افغانانو او د افغانستان حیثیت او ویاړ د خادم دین رسولالله په شان لتاړوي.
د سیاسي واک داخلي طبیعي سرچینه، خلک دي، نه د ملیت او توکم ټیکه داران. د ستمګرانو، لوټمارانو، مرییانو، جاسوسانو او مذهبي فاشیستانو «ملیت» او «توکم» یو دی. پښتون اړوند لوټماره حاکمه طبقه له ټولو لومړی له پښتون ولس او په تیره بیا د پښتون اړوند ټیټو طبقو سره خیانت کړی او کوي. همدا ډول د تاجیکو اړوند چپاولګره حاکمه طبقه تل د تاجیک ولس قرباني کړی او کوي. د ازبیک ستمځپلي ولس د همدې ملیت واکمنې ستمګرې طبقې زبیښلی او زبیښي او د هزاره واکمنان تل دا زیارکښ او تر ستم لاندې ولس د خپلو موخو لپاره قربانوي. دا ټول په ډاګه ښکاره کوي چې ولس او پرګنې چې د سیاسي قدرت اصلي داخلي سرچینې جوړوي، له بده مرغه نه یوازې چې واک نلري بلکې د ټولو قومونو ستمګران هڅه کوي چې د دوې د یووالي، پیوستون او ګډې مبارزې مخه ډب کړي. د افغانستان په معاصر تاریخ کې امانالله خان یوازینې هغه واکمن تیر شوی چې د ټولو ملیتونو او وګړو د هوساینې او آرامۍ لپاره یې د خپل وس او شرایطو سره هڅه وکړه. همدا هم و چي هزارهگان نه یوازې په کابل کې د امانالله خان په ننګه د سقویزم په ضد وجنګیدل بلکې په مقر کې د جاغوري هزارهګانو تر څنګ د بهسودو، مالستان او نورو هزاره میشتو سیمو څخه په زرګونو خلکو د امانالله خان په ملاتړ او د سقویزم په ضد د هغه تر څنګ ودریدل، حال دا چې په مشرقي او جنوب کې یو شمیر زیات پښتانه د سقویزم په ملاتړ بلواګانې کولې او د دې ناورین پلویان وو.
د لیکوال سقویزم هغه وخت لاروښانه کیږي چې کله اسلام ته رارسیږي. لیکوال سره د دې چې د «خادم دین رسولالله» اسلامي امارت او د رباني ـ مسعود اسلامي دولت دواړو ته د دې امله چې نوې راټوکیدلی تمدن یې وځپو او د پوهې او کلتور او د پرمختګ دروازې یې وتړلې، د «سقوي» نوم ورکوي خو له هغه ځای چې په خپله په سقویزم، البته د سقویزم په پښتون ورژن مین دی، نو وايي چې «د اسلام سپیڅلی دین د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ د وصل کړۍ حیثیت لري، ټول قومونه او وګړي پر اسلامي عقیده راټولیږي، نو په افغانستان کې د اسلامي عقیدې ټینګښت د افغانستان د ملي یووالي د ټینګښت سبب کیږي. د افغانستان ملي وحدت د ټینګښت لپاره د اسلام مبین دین، تبلیغ، ترویج او ټینګښت ته اساسي اړتیا ده.»
دا چې د اسلام کومه بڼه د ولسونو تر منځ د وصل کړۍ ده او قومونه ورباندې راټولیدلی شي، د لیکوال له توضیح دې پایلې ته رسیږو چې موخه یې سیاسي اسلام دی. «د اسلامی عقیدې ټینګښت»، «تبلیغ» او «ترویج» لپاره کار د یو اسلامي نظام دنده ده. لیکوال د «ملي یووالي د ټینګښت» په پار دا سفارش په داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې دوه اسلامي نظامونه هممهاله واک چلوي: د رباني ـ مسعود اسلامي دولت او د ملاعمر اسلامي امارت؛ خو یو یې هم نه یوازې چې نشي کولای د افغانستان د ملي وحدت لامل شي بلکې د ولسونو تر منځ وحدت لا ځپي او په نفاق یې بدلوي. که له دې دواړو تیر شو او د افغانستان اسلامي جمهوریت او د ملا هبتالله اوسنی اسلامي امارت وګورو نو دې پایلې ته رسیږو چې نه یوازې ملي وحدت تامین نشو او نه کیږي، بلکې ورځ تر بلې د ولسونو نسبي وحدت زیانمن او پیوستون یې ټکنی شوی دی.
لیکوال په داسې حال کې چې ګوري د خادم دین رسول الله لومړی سقویزم، د ربانی ـ مسعود اسلامي دولت دویم سقویزم او د ملاعمر اسلامي امارت دریم سقویزم د دین او اسلام د وسیلې په کارولو سره د پرمختګ مخه ډب او پیلیدونکی تمدن پر شا وتمباوه او درې واړو سقویستانو د ښځو تعلیم او تحصیل فحشا وګڼله، خو لا هم د سیاسي اسلام پر ټینګښت ټینګار کوي. په کراتو مو لیدلي چې د سیاسي اسلام ټینګښت له سقویزم پرته بله لاره نلري. د امانالله خان پرمختللي سمونونه ملایانو، پیرانو او سیدانو وځپل. دې ملایانو د امانالله خان په نوښت ټول هغه قوانین چې د پرمختګ لامل کیدل، د مذهب ناسخ او د اسلامی شرعې ضد وګڼل او دا ترقي غوښتونکی پاچا یې اړ کړ چې د فشارونو لاندې شاتګ وکړي. هر هغه څوک چې د سقویزم ضد وي، نشي کولای د سیاسي اسلام ننګه وکړي او دا ابزار د ملي وحدت د ټينګښت او پیوستون لپاره اغیزمن وګڼي. یوازینی کار چې سیاسي اسلام کولی شي، د شاتګپالۍ ترویج او حمایت دی او سقویزم د سیاسي اسلام افغاني ورژن دی.
د سقویستانو یوه بله ځانګړنه، استبداد او هغه هم مذهبي استبداد دی. په دې ځانګړنه کې د «دویمه سقاوي» لیکوال هم ورګډ دی. د سقویزم د بهیر له پیدو مخکې امانالله خان د ټولو ملیتونو او توکمونو مذهبي مراسم او تکیهخانې آزادې کړې او نه یوازې د هنودو او سیکهانو په وړاندې مذهبی تبعیض یې له منځه یووړ، دا قوم یې په دولتي چارو کې هم ورګډ کړ خو کله چې سقویزم له مذهبي استبداد سره حاکم شو او خادم دین رسولالله اعلان وکړ چې «تمام رویه را بر طبق مذهب حنفی نمودم» دا مذهبي آزادي هم له منځه ولاړه. د «دویمه سقاوي» لیکوال چې د پښتون سقاویستانو د واکمنتیا ملاتړ کوي او د همدې لپاره د سقویزم له منځپانګې سره کومه ستونزه نلري د خادم دین رسولالله د سقویزم سره سم سفارش ورکوي چې «څرنګه چې د افغانستان د نفوس غوڅ اکثریت مسلمانان دي او بیا اکثریت یې د حنفي مذهب پلویان دي، نو د اکثریت د حقوقو په پام کې نیولو سره حنفی مذهب د هیواد د رسمي مذهب په توګه منل په کار دي… حنفي مذهب تر څنګ د بل مذهب رسمي کول په هیواد کې مذهبي او قومي اختلافونه زیاتوي او ملي وحدت ته زیان رسوي.»
دا ډول سقویستي سفارشونه نه یوازې چې ملي وحدت ټینګولای نشي، بلکې د سقویزم او استبداد د لا غښتلتېا او د ملي نقاق باعث کیږي. تاریخ ښودلې چې ملي وحدت هغه وخت د ټینګیدو خوا ته روان شوی چې د سیاسي اسلام او د سقویزم په ځای د مذهبي آزادۍ تر څنګ د تمدن جرس وهل شوی دی. موږ هغه پرمختللې ټولنې ته اړتیا لرو چې وګړي یې د نژاد، مذهب او قوم او ژبې پر اساس تبعیض او تفریق ونلري، دا ټولنه په سیاسي اسلام او په سقویزم نه جوړیږي؛ فرق نکوي چې د خادم دین رسولالله سقویزم وي که د رباني- مسعود، که د ګلبدین- سیاف او که د ملاعمر- هبتالله سقویزم. سقویزم یو زهرجن بوټی دی، ښايي له جرړې وویستل شي!