جوزوف ستالین

جوزوف ستالین

مارچ ۲۸ مه،۱۹۱۷

ژباړه: ویاړ

دلو نارودا (۱) په خپله پینځمه ګڼه کې، «روسیه ـ د سیمو یو اتحاد» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړی. په دې مقاله کې «د سیمو په اتحاد»، په یو «فدرال دولت» باندې د روسیې د هرومرو بدلېدنې توصیه شوی ده.

دلته یوه برخه یې لولو:

«چې د روسیې فدرال دولت، په مختلفو سیمو (کوچنۍ روسیه، ګرجستان، سیبري، ترکمنستان او نورو) کې د ځانګړی حاکمیت لرونکي په توګه اعلام شي…خو پریږدئ چې مختلفو سیمو ته کورنۍ حاکمیت ورکړل شي. پریږدئ چې د قانون د تدوین راتلونکې جرګه د روسیې د سیمو اتحاد جوړ کړي.»

د مقالې لیکوال (جوزوف اوکولیچ) دا خبره په لاندې ډول تشریح کوي:

«پریږدئ، چې د روسیې یو واحد پوځ، یو واحده پیسه، یو واحد بهرنۍ سیاست او یوه واحده ستره محکمه جوړه شي. خو پریږدئ، چې د یو واحد دولت بېلابېلې سیمې آزادی وي، خپل نوی ژوند په خپلواکۍ جوړ کړي. که په ۱۷۷۶ کال کې امریکایانو «متحده ایالتونه» د اتحاد د یو تړون له مخې جوړ کړ، نو موږ ولې په ۱۹۱۷ کال کې د دې توان ونلرو، چې د سیمو یو پیاوړی اتحاد رامنځ ته کړو؟»

دا هغه څه دي چې «دلو نارودا» یې وايي.

باید ومنو، چې دا مقاله له بېلابېلو اړخونو زړه پورې، او په هر صورت نوښتګرانه ده. په ورته وخت کې د لحن هیبت یې، د «څرګندونې» ډول یې غولونکی دی، لکه چې وايي(«چې اعلام شي»، «پریږدئ چې رامینځته شي»!).

سربېره پر دې، پام مو باید وي چې دا مقاله په ټوله کې د ګنګستیا یوه عجیبه او غریبه ټوټه ده.ګنګستیا یې د امریکې د متحده ایالتونو (همدا ډول د سویس او کانادا) د اساسي قانونونو د تاریخ په تړاو د لاندې بابیز چلند له امله ده.

دا تاریخ موږ ته څه وايي؟

په ۱۷۷۶ کال کې متحده ایالتونه یو فدراسیون نه، بلکې د هغه څه کنفدراسیون و، چې له وړاندې خپلواکې ښکېلاکمېنې یا ایالتونه و. په دې مانا، چې خپلواکې ښکېلاکمېنې موجودې وې، خو د دښمنانو، په تېره بیا د بهرنیو دښمنانو په وړاندې د خپلو مشترکو ګټو د خوندیتوب په خاطر یې یو ائتلاف (کنفدراسیون) جوړ کړ، بی له دې چې بشپړه خپلواکه ایالتونه له مینځه لاړ شي. په ۱۸۰۰ کلونو کې د دغه هېواد په سیاسي ژوندانه کې یو ډېر جدي بدلون رامینځته شو:شمالي ایالتونو د ایالتونو تر مینځ د لا پیاوړي او نژدې سیاسي تړاو غوښتنه وکړه، بر خلاف،  سویلي ایالتونو، چې د «مرکزیت» په وړاندې یې اعتراض وکړ د زاړه سیستم په ننګه ودرېدل.«داخلي جګړه» پیل شوه، چې پایله یې د شمالي ایالتونو برلاسي او په امریکا کې د فدراسیون رامېنځته کېدل و.دا فدراسیون د خپلواکو ایالتونو  یو اتحاد و، چې په قدرت کې له فدرال(مرکزی) دولت سره شریک وو. خو دا سیستم ډېر ونپاید.فدراسیون ثابته کړه، چې د کنفدراسیون په اندازه یو انتقالي اقدام و.د ایالتونو او د مرکزي دولت تر مینځ بی ځنډې مبارزې ادامه درلوده، غبرګ دولتونه د زغم وړ نه و او په راتلونکي پرمختايي بهیر کې متحده ایالتونه له فدراسیون څخه په یو واحد (یولاسي) دولت واوښت، چې د اساسي قانون یو شان نصوص یې لرل او د همدې نصوصو له مخې یې ایالتونو ته د محدودې(نه دولتي، بلکې سیاسي ـ اداري)مختارېدلو اجازه ورکوله.متحده ایالتونو ته د «فدراسیون» نوم ورکول تشه یوه کلمه ده، د تېر یو یادګار دی، چې له ډېرو وختونو راپدیخوا د چارو له واقعي حالت سره اړخ نه لګوي.

ورته خبره د سویس او کانادا په اړه، چې د مقالې لیکوال ورته مراجعه کوي، هم باید وویل شي.موږ په پیل کې همدا شان خپلواکه ایالتونه (کانتونه)، د لاپياوړي اتحاد لپاره یو شان مبارزه(په سویس کې د زوندربوند(۲) په ضد جګړه، په کانادا کې د بریتانیا او فرانسې مبارزه) او  له فدراسیون څخه یو واحد دولت ته د اوښتنې یو ډول پایلې وینو.

دا واقعیتونه څه په ډاګه کوي؟

یوازې دا په ډاګه کوي، چې په امریکا، همدا ډول په کانادا او سویس کې یو واحد دولت ته د خپلواکو سیمو پرمختګ، د فدراسیون کېدلو له لارې تر سره شوي دي. دا څرګندوي، چې د پرمختګ بهیر د فدراسیون په ګټه نه، بلکې د هغه په ضد و. فدراسیون یوه انتقالي بڼه ده.

دا ناڅاپي نه ده، ځکه په وروستې بڼې د پانګوالۍ وده، چې هم مهاله د اقتصادي چاپېر له پراختیا او له مرکزیت سره لېوالتیا لري، نه یوازې چې فدرالیزم نه غواړي، بلکې یو واحد دولت غواړي.

موږ دا بهیر له پامه غورځولی نشو، مګر دا چې هڅه وکړو چې د تاریخ څرخ شا ته تاوو کړو.

نو دې پایلې ته رسېږو، چې په روسیې کې د فدرالیزم لپاره کار، چې د ژوند د ټولو واقعیتونو په پام کې نیولو سره په ډاګیزه توګه محکوم په نابودېدلو دی، هوښیاري نه ده.

«دلو ناردوا» په روسیې کې د هغې تجربې د تکرارېدلو وړاندیز کوي چې په  ۱۷۷۶ کې په متحده ایالتونو  کې تر سره شوه. خو آیا د ۱۷۷۶ متحده ایالتونو او د نننۍ روسیې تر منځ ان کوچنی ورته والی شتون لري؟

متحده ایالتونه هغه وخت د خپلواکو ښکېلاکمېنو یوه ډېرۍ وه، چې له یو بل سره یې تړاو نه درلود او لېواله وو چې لږ تر لږه د کنفدراسیون په بڼه له یو بل سره وتړل شي. دا لېوالتیا ډېره طبیعي وه. خو له کوم پلوه، دغه وضعیت له نننۍ روسیې سره یو شانتې دی؟ البته، له هېڅ پلوه! ټولو ته جوته ده، چې د روسیې سیمې (سرحدي برخې) له اقتصادي او سیاسي تړاو له مخې د مرکزي روسیې سره تړلي دي او هر څومره چې روسیه دموکراتیکه کېږي، دا تړاو به لا پیاوړي کېږي.

سربېره پر دې، په امریکا کې د کنفدراسیون یا فدراسیون د رامنځته کولو لپاره د ښکېلاکمېنو متحدول، چې له یو بل سره یې تړاو نه درلود، اړین وو؛ دا د متحده ایالتونو د اقتصاد د پرمختګ په ګټه وه. خو که وغواړو، چې روسيه په فدراسیون بدله کړو، نو د شته سیاسی او اقتصادي اړیکو پرېکول، چې بېلابېلې سیمې له یو بل سره تړلي، اړین دي.دا مطلقاً بیړاتوب او ارتجاعي کار دی.

په پاې کې دا، چې امریکا(د کانادا او سویس په شان)نه په ملي، بلکې د جغرافیايي کرښو په حساب په ایالتونو(کانتونو)وېشل شوی ده.ایالتونه له مستعمراتي ټولنو څخه، پرته له دې چې ملي جوړښتونه یې په پام کې ونیول شوي رامنځته شول.په متحده ایالتونو کې څو درجنه ایالتونه شته، خو یوازې اوه یا اته ملي ډلې شتون لري. په سویس کې ۲۵ کانتونه (سیمې) موجودې دي، خو یوازې دری ملي ډلې شتون لري.په روسیې کې داسې نه ده.

څه چې په روسیې کې هغه سیمې یادېږي، چې ګنې خودمختارۍ ته اړتیا لري (اوکرائین، پورې غاړې قفقاز، سیبري، ترکمنستان او نور) یوازې ساده جغرافیايي سیمې نه دي، لکه چې اورال یا اولګا سیمې دي؛ دا د روسیې مشخصې برخې دي،  هر یو یې د ژوند  له مشخصو طریقو او له مشخص ملي (غیر روسي) جوړښتیزه نفوس سره. دقیقاً د همدې لپاره  په امریکا یا سویس کې د ایالتونو خودمختاري (یا فدرالیزم) د ملي مسئلې له حل څخه نه یوازې چې لېرې ده(په حقیقت کې دا مسئله یې موخه هم نه ده!)، ان د دې مسئلې په اړه څه هم نه وايي. خو، په روسیې کې د سیمو خودمختاري (یا فدرالیزم) دقیقاً د همدې لپاره مطرح کېږي، چې ملي مسئله طرح او حل کړي، ځکه چې روسیه د ملي کرښو په بنسټ په سیمو وېشل شوی ده.

نو آیا ښکاره نه ده، چې د ۱۷۷۶ متحده ایالتونو او د نننۍ روسیې تر منځ پرتله، مصنوعي او احمقانه ده؟

آیا ښکاره نه ده، چې فدرالیزم به په روسیه کې ملي مسئله حل نکړي او حلولی هم نشي او  د تاریخ څرخ  د تاوولو لپاره د دون کیشوت وزمه هڅو سره یوازې دا مسئله مغشوشه او پېچلې کوي؟

نه، په روسیې کې د ۱۷۷۶ امریکا د تجربې د تکرارولو وړاندیز مثبت نه تمامېږي. نیمه انتقالي اقدام یانې فدرالیزم د دموکراسۍ په ګټه نه دی او کېدای هم نشي.

د ملي مسئلې حل باید هغومره عملي وي، څومره چې رادیکال او نهايي وي، یانې:

  1. د روسیې د هغه مشخصو سیمو هستوګنو ملتونو لپاره، چې نشي کولای او یا هم نه غواړي چې په یو واحده اډانه کې پاتی شي، د بېلتون حق؛

  2. د هغو سیمو لپاره چې خپل خاص ملي جوړښت لري او په یوه واحده اډانه کې پاتې کېږي، د همډوله اساسي قانون له نصوصو سره سیاسي خودمختاري د یو واحد (یو موټي) دولت په اډانه کې.

د دې لارې او یوازې د دې لارې د سیمو مسئلې په روسیه کې باید حل شي.*

پراودا، ۱۹ مه ګڼه، د مارچ ۲۸ مه، ۱۹۱۷

د لیکوال یاددښت:

*دا مقاله د فدرالي دولت د بڼې، چې زموږ په ګوند کې په هکله یې هغه وخت نظریات راڅرګند شوي وو، د ردولو څرنګوالی ښکاره کوي. له مشروط فدرالیزم سره مخالفت، شاهومیان ته د لنین د ۱۹۱۳ د نوامبر په لیک کې تر ډېره په روښانه توګه څرګند شوی دی. لنین په دغه لیک کې  ویلي دي:«موږ بی له کوم شکه د دموکراتیک مرکزیت ملاتړ کوو. موږ د فدرالیزم مخالف یوو… موږ اصولاً د فدرالیزم مخالف یوو، فدرالیزم اقتصادی تړاو کمزوری کوي او د یو دولت لپاره مناسب نه دی. ته غواړی جدا شئ؟ سمه ده، که کولای شئ اقتصادي اړیکې پرې کړی او یا هم د ګډ ژوند ستونزې او اصطکاک دومره ډېر وي، چې اقتصادي اړیکي ویجاړوي او ترخې کړي، نو ځه ورک شه! ته نه غواړئ بېل شئ؟ ښه ده، نو بیا زما لپاره تصمیم مه نیسئ او فکر مه کوئ چې د فدرالیزم غوښتنې «حق» لری.        (د لنین د آثارو کلیات، ۱۸ ام ټوک، ۹۰ مخ وګورئ).

د یادونې وړ ده، چې په  ۱۹۱۷ کال کې د ګوند د اپریل کنفرانس کې د ملي مسئلې په تړاو په تصویب شوې پرېکړه لیک کې ان د یو فدرال جوړښت ذکر هم ونشو. پرېکړه لیک د یولاسي (واحد) دولت په اډانه کې د ملي سیمو د جلا کېدنې او خپلواکۍ په حق کې او بالاخره د ملي امتیازاتو د اکید ممنوعیت لپاره د اساسي قانون د تصویبولو په برخه کې خبرې کړي دي، خو یوه کلمه یې هم د دولت د فدرالي جوړښت د مجازتیا په اړه نه ده کړی.

د لنین د «دولت او انقلاب» (اګست ۱۹۱۷) په کتاب کې، ګوند د هغه له لارې «يو متمرکز جمهوریت ته» د انتقالي بڼې په توګه، د فدرالیزم د منلو د مجازتیا په موخه لومړنی جدي قدم واخیست، که څه هم، دا منښت د یو شمېر بنسټیزو شرایطو او ملاحظاتو سره مل ول.

«انګلس د مارکس په شان د پرولتاریا او پرولتاريايي انقلاب له دریځ څخه له دموکراتیک مرکزیت او له واحد او نه تقسیمدونکې جمهوریت څخه دفاع کوله. هغه تر ځانګړو خاصو شرایطو لاندې فدرال جمهوریت ته د یو استثنا په توګه، د پرمختګ د یوې مانعې په توګه، یا له سلطنت څخه متمرکز جموریت ته د انتقالي بڼې په توګه، چې «یو قدم مخکې»ګڼلې کېږي، کتل. هغه یو له همدې  یادو ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره ملي مسئله مطرح کړی ده…ان د انګلستان په برخه کې داسې ښکاري، چې جغرافیايي شرایطو، یوې مشترکې ژبې او د څو پېړیو تاریخ، په څو کوچنیو جلاو برخو د انګلستان د وېشنې ملي مسئلې ته د «پای ټکې ایښی دی» خو انګلس ان د دغه هېواد په تړاو د دغه څرګند حقیقت سره،  همدا فکر کوي چې ملي مسئله لا زړه مسئله نه ده او په پایله کې دا مني چې په انګلستان کې به د یو فدرال جمهوريت جوړېدل یو «مخکې په وړاندې ګام» وي. التبه دلته هېڅ داسې څرک هم نه لګېږي، چې انګلس دې د فدرال جمهوریت پر نیمګړتیاو نیوکه پریښودې وي او یا د واحد متمرکز دموکراتیک جمهوریت لپاره له پرېکنده تبلیغات او مبارزې لاس په سر شوی وي.»(وګورئ د لنین کلیات، ۲۱ ټوک، مخ ۴۱۹).

یوازې له اکتوبر انقلاب وروسته، ګوند په کلکه د فدرال دولت پر دریځ ټینګار وکړ او هغه یې په انتقالي دوره کې د شوروي جمهوریتونو لپاره د خپل قانون د طرحې په توګه  مطرح کړ.دا دریځ د لومړي ځل لپاره د ۱۹۱۸ کال په جولای کی «د زیارکښو او زبېښاک شویو خلکو د حقونو اعلامیه» کې، چې لنین لیکلې  او د ګوند مرکزي کمیټې تصویب کړې وه، مطرح شو. دا اعلامیه وايي:«د روسیې  شوروي جمهوریت د آزادو ملتونو د آزاد اتحاد پر اساس، د شوروي د ملي جمهوریتونو د یو فدراسیون په توګه جوړ شوې.» (د لنین کلیات، ۲۲ ټوک، مخ ۱۷۴).

دا دریځ په اتمې کنګرې کې (۱۹۱۹)د ګوند لخوا ومنل شو.(۴). څنګه چې پوهېږو په همدې کنګره کې د روسیې د کمونیست ګوند کړنلاره تصویب شوه.کړنلاره وايي:«د بشپړ وحدت په لور د یو انتقالي بڼې په توګه، ګوند د شوروي په بڼه د متشکلو دولتونو فدرالي ادغام توصیه کوي.» (د شوروي کمونیست ګوند کړنلاره).

ګوند په دې ډول د فدرالیزم له انکار څخه «د بېلابېلو ملتونو د کارګرې طبقې د بشپړ وحدت د یوې انتقالي بڼې» په توګه د فدرالیزم تر منلو پورې لاره وهلی ده.(د کمینټرن په دویمې کنګرې کې تصویب شوی:«د ملي مسئلې په اړه تزونه»).

د فدرال دولت په اړه د ګوند د نظراتو تکامل په دریو لاملونو پورې تړاو لرلي:

لومړی، دا حقیقت، چې د اکتبر انقلاب پر مهال د روسیې یو شمېر ملیتونه عملاً  له یو بل څخه د یوې بشپړې جدایۍ او بشپړې انزوا حالت کې ول، له همدې کبله فدرالیزم د دې ملیتونو د زیارکښو پرګنو له پاشلو څخه د هغوې نژدې اتحاد او ادغام په لور یو مخکې ګام و.

دویم، دا حقیقت، چې د شوروي د پرمختګ په بهیر کې د فدرالیزم زیاتو بڼو دا څرګنده کړه، چې په هېڅ ډول د روسیې د ملیتونو د کارګرو ولسونو د نژدې اقتصادي وحدت له موخې سره په تضاد کې نه دی، څنګه چې مخکې ښکاره کېدله. کله چې فدرالیزم په عمل کې پلی شو، ولیدل شو، چې ان قطعاً له دې موخې سره په تضاد کې هم نه دی.

دریم، دا حقیقت، چې ثابته شوه چې  ملي غورځنګ یو ډېر مهم لامل دی او د ملتونو د ادغام بهیر ډېره پېچلې موضوع ده. څه چې د جګړې مخکې او د اکتبر انقلاب له مهال وړاندې لا ثابته نه وه.

جوزوف ستالین

دسمبر ۱۹۲۴

یاددښت:

۱. دلو نارودا (Delo Naroda، د خلکو غورځنګ)، یوه سوسیالیستي انقلابي ورځپاڼه وه، چې له ۱۵ مارچ ۱۹۱۷ تر جولای ۱۹۱۸ په پتروګراد کې خپرېدله.

۲. زوندربوند(Sonder bund): د سویس د اوو کاتولیکو کانتونو ارتجاعي اتحاد و، چې په ۱۸۴۵ کې جوړ شو. دی اتحاد د دغه هېواد په تلپاتې سیاسي بېلېدنې ټینګار کاوه. په ۱۸۴۷ کال کې د زوندربوند او نورو کانتونو تر مینځ، چې یو متمرکز دولت یې سویس ته غوره ګڼو، جګړه وشوه. په جګړه کې زوندربوند ماته وخوړه او د ایالتونو اتحاد د سویس په یو واحد فدرال دولت بدل شو.

۳. د روسیې سوسیال دموکرات کارګر ګوند (بلشویک) اووم سراسري کنفرانس د ۱۹۱۷ کال  د اپریل له ۲۴ ـ ۲۹ پورې په پتروګراد کې جوړ شو. دا د بلشویکانو لومړنی کنفرانس و، چې علني او قانوني جوړېده او د ګوند د کنګرې په توګه ګڼل کېده. ولادیمیر ایلیچ لنین د روانو شرایطو په اړه ګزارش کې هغه آرونو ته، چې مخکې یې «د اپریل تزونو» په نامه خپلې لیکنې کې فورموله بندي کړي ول، پراختیا ورکړه. ژوزف و.ستالین  په دې کنفرانس کې د روان شرایطو په اړه د لنین له پرېکړه لیک دفاع وکړه او د ملي مسئلو په اړه یې ګزارش وړاندې کړ.کنفرانس د کامنف، رایکوف، زینووف، بوخارین او پیاتاکوف اپورتونیستي او تسلیم طلبانه دریځ، چې په روسیې کې د سوسیالیستي انقلاب مخالفین ول او د ملي مسئلې په اړه یې ملي ـ شوونیستي دریځ درلود، وغند. د اپریل کنفرانس بلشویک ګوند ته له بورژوا دموکراتیک انقلاب څخه سوسیالیستي انقلاب ته د اوښتلو لپاره د مبارزې لور روښانه کړ.

د ملي مسئلې په تړاو د اپریل کنفرانس د پرېکړه لیک لپاره دې سند ته مراجعه وکړئ: د شوروي اتحاد د کمونست ګوند (بلشویک) د کنفرانسونو ،کنګرې او  د مرکزي کمیټې د پلنومونو پرېکړې او پرېکړه لیکونه»لومړی برخه، شپږم چاپ، ۱۹۴۰، ۲۳۳ مخ.

۴. د شوروي د کمونیست ګوند (بلشویک) اتمه کنګره د ۱۹۱۹ کال له ۱۸ مارچ تر ۲۳ پورې په مسکو کې دایره شوه. دې کنګرې په شدیده توګه د ملي مسئلې په اړه د بوخارین او پیاتاکوف د واکمن ملت شوونیستي نظرات وغندل.د شوروي کمونیست ګوند (بلشویک) د اتمې کنګرې مصوبې کړنلارې لپاره دې سند ته مراجعه وشي:«د شوروي اتحاد د کمونیست ګوند (بلشویک) د کنفرانسونو، کنګرې او  مرکزې کمیټې د پلنومونو پرېکړې او پرېکړه لیکونه» لومړی برخه، شپږم چاپ، ۱۹۴۰، ۹۵ـ۲۸۱ مخونه.

۵.«د ۱۹۲۰ کال د جولای ـ اګست د کمینټرن دویمه کنګره»،مسکو، ۱۹۳۴، مخ ۴۹۲.

 

Bookmark the permalink.

© 2021 ، روشنگران همه حقوق محفوظ است.