توماج صالحی د آخوندیزم پر ضد فریاد، د دې آزادي غوښتونکي غږ ملاتړ وکړو!
پیشگام
ښکاره ده چې د اعتراض موسیقي او ترانه هغه خطرناکه وسله ده، چې مستبدین، زورواکي او ستمګران ترې سخت ډارېږي. اعتراضي موسیقي، پارونکې ترانې او د پرګنو د هیلو او آرزوګانو فریاد، غلیمان ویروي. د اعتراض موسیقي، د ولس موسیقي ده. د اعتراض ترانه، د ولس غږ او آواز دی. د همدې لپاره دا اعتراض، دا موسیقي، دا ترانه، دا غږ او آواز ولسونه متحدوي، پاروي، یون او حرکت ته یې رابلي او د مبارزې ډګر ورباندې بهاندوي.
که پرون په لاتینې امریکا کې ویکتور خارا ولسونه په خپل غږ مبارزې ته هڅول او دیکتاتور پینوشې یې غږ وواژه، نن زموږ په ګاونډ ایران کې، خامنه ای دیکتاتور غواړي د توماج صالحي آواز ووژني. توماج صالحي، که د ایراني ولس آواز دی، زموږ ستمځپلي افغانان هم له یاده نباسي او درد او ربړه یې فریادوي او د استبداد پر ضد یووالي ته یې رابلي.
توماج صالحي د هنر یوه وسله وال دی، یو چریک او یو پوځي دی. توري، کلیمې، قافیې، ردیفونه، آواز، موسیقي، آهنګ، ترانه د هغه وسله ده. هغه دا وسله په پرتمین ډول کاروي، پر دې وسلې مین دی او حرمت او ویاړ یې ساتي. نو د همدې لپاره د اخوندي رژیم د زندانونو د تورو تمبو شاته د اعدام شېبې شمېري.
صالحي، یو اتل دی. د ایران د ولس اتل او زموږ د ولس یو خواخوږی. هغه په داسې حال کې زموږ د ولس د آزادۍ، برابرۍ او ویاړ هیله کوي، چې له بده مرغه ډېرۍ ایرانیان په فاشیستي اند او لیددود سره افغانانو ته په سپکه سترګه ګوري او سپکاوی یې کوي او یو شمېر افغان ترانه ویونکي غواړي په ترانو سره توکمیز نفاق او کرکې ته لمن ووهي.
د ولس آواز برید نه پېژني، پوله او هېواد نه پېژني، شعار یې ورورلي او انسانیت دی. که صالحي په ایران کې د اسلامي جمهوریت آخوندي رژیم په وړاندې د خپل ولس او وګړو له شرافت ملاتړ کوي او د دې ملاتړ او ننګې لپاره په خپلو ترانو کې د خپل اعدامېدلو وړاند وینه کوي، پر افغانانو هم غږ کوي چې سپکاوی مه منئ، په آزادۍ کې مړه شئ. «نړۍ» ته په تمه مه اوسی، «نړۍ» ستاسې په وړاندې ودرېدلی، تاسې د آزادۍ په لاره کې یوازې یاست، چپ مه پاتې کېږئ، مه ډارېږئ، وجنګېږئ او په آزادۍ کې مړه شئ. که توماج له یوې خوا د خپل فاشیست حکومت په وړاندې غږ پورته کوي، چې جابر حاکم به محاکمه کړو او د خپلو هغو هېوادوالو په وینو، چې د ایران آخوندی او ملایي رژیم تویی کړي، قسم خوري چې دا وینې به بی قصاصه او بی انتقامه پاتې نشي او د ولس له غچ به هېڅ قاتل ونتښتېدلی شي، همدا ډول د افغانستان وګړو ته پیام ورکوي، چې طالب د ایران د آخوندي رژیم مزدورګی دی او د خلاصون لاره په اتحاد او پیوستون کې ده. هغه د ایران زیارکښه او ستمځپلي وګړي د افغانستان د ستمځپلو انسانانو ورونه ګڼي او په دې ډول د یو ګډ او مشترک درد آواز پورته کوي، هغه په داسې حال کې دا آواز جګوي، چې زموږ په هېواد کې د «شفق سیاه پوش» په شان شوراي نظاري او جهادي ترانه ویونکي، ټول پښتون ملیت ته د «قبیله وحشت» ترانه وايي.
د توماج صالحي روښانپاله لید، روښانګرانه غږ او پارونکې او متحدونکې ترانې او د انسانیت په شعار سمبالې سندرې، هغه څه دي چې د ایران آخوندان یې په ډار اچولي او هغه یې د همدې لپاره په اعدام محکوم کړی دی. توماج صالحي له اعدامېدلو څخه کوم ډار نلري، هغه وړاندې له دې په خپلې ترانې «طناب دار» کې په روښانه پیام ورکړی دی: که غږ می غلی هم کړی بې فایدې دی، زه د یو باشرفه زمري په شان مرم، نه تسلیمېږم، د دار طناب خکلوم او له ویاړ سره د ځندې طناب په غېږ کې نیسم.
د دې آزادي غوښتونکي مبارز سندرغاړي د اعدام حکم صادرول، د ایران د آخوندي رژیم د فاشیستي کړنو تداوم او د یو توتالیتر مذهبي دولت منځپانګه او ماهیت لا په ښه توګه بربنډوي. فاشیستان کولای شي صالحي اعدام کړي، خو څنګه چې هغه په خپله وايي، چې میلیونونه بذرونه پاشل شوي دي، چې هر یو د خپل رول لوبولو په انتظار دي، نو بی له شکه دا میلیونه بذرونه به سبا په هغه توفان بدلېږي، چې د ولس د ښېرازۍ او هوساینې او خلاصون په پار به د آخوندیزم ماڼۍ ړنګوي.
د صالحي تر څنګ ودرېدل او د هغه د ژوند لپاره غږ پورته کول د انسانیت تر څنګ ودرېدل او د انسانیت لپاره غږ پورته کول دي.